اسلام آباد01 اګست (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله خان د علماء کرامو پلاوي سره عراق ته تللے٬ د خپلې دورې په مهال به داخله وزير د عراق صدر، وزيراعظم او داخله وزير سره ملاقاتونه كوي۔ د داخله وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د عراق خپل همڅنګ په خاص بلنه په څلور ورځنۍ دوره عراق ته ځي۔ ده ووئيل چې هر كال د لكهونو په شمېر زيارت كوٶنكي د عراق سفر كوي او د وېزه ترلاسه كولو او هلته د پاتې كېدو پحقله ستونزو سره مخ وي، تېر كال دې صورتحال يو بحراني كېفيت اختيار كړې ٶ٬ د دوري په مهال به وفاقي وزير د زيارت كوٶنكو سهولت او د دوي د ستونزو حل لپاره د عراق حكومت سره خبره كوي او په دې لړ كښې به يوه لوظنامه هم كولې شي۔ داخله وزير به د پاكستان په سفارت كښې په عراق كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د مشين ريډ ايبل پاسپورټ سسټم پرانسته هم كوي