اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ مخالفې ډلې په هېواد كښی پورته كړی شويو منفي ګامونو تيرې ختمېږي۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم ووئيل د پاك پروردګار فضل دے په تېرو كلونو كښې د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ مخالفې ډلې په هېواد كښی پورته كړی شويو منفي ګامونو تيرې مخ په ختمېدو دي٬ طلال چوهدری او دانیال عزیز ته د عدالت سپكاوي په تور د 5 كاله نااهلۍ سزا په ختميدو مبارکي وركوم۔ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن ) دغه لارښودو ته پيرزوئنې وړاندې كومو چې سختي زغملو سره د مسلم لیګ (ن ) او قائد میاں محمد نواز شریف ملګرتيا نه ده پرېښودلې او په خپل دريځ ټينګ پاتې شوي دي