اسلام آباد۔17 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پروېز اشرف د دي نيوز ورځپانب مشر خبريال عاصم ياسين او د ډان ورځپانې عامر ياسين د چاچي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ سپیکر راجه پروېز اشرف د عاصم یاسین او عامر یاسین په نوم د غمرازۍ خپل پېغام كښې د دوئي د چاچي په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د غم او خفګان په دې وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔