په هيواد كښې د قدرتي سرچينو كارولو له فعاله اقداماتو ٬ د سړكونو بنيادي اډانې لا پياوړې كولو ته اړتيا ده ٬ په غير قانوني توګه د درنګونو كنستو مخنيوي له دې سخت ګامونه پورته كړې شي٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې په هېواد كښې د قدرتي سرچينو كارولو له فعاله اقداماتو ٬ د سړكونو بنيادي اډانې لا پياوړې كولو ته اړتيا ده ٬ په غېر قانوني توګه د درنګونو كنستو مخنيوي له دې سخت ګامونه پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښی د پټروليم ډويژن حوالې سره د اعلی كچې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د پاور وپټروليم نګران وفاقي وزير محمد علي ٬ د نګران وزيراعظم صلاحكار احد چيمه او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې نګران وزيراعظم ته د پټروليم ډويژن د كاركردګۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د قدرتي سرچينو كارولو له به فعاله اقدامات كول وي۔ دغسې قدرتي وسائلو ته رسېدو لپاره به د سړكونو بنيادي اډانې لا پياوړې كول وي۔ ده زياته كړه چې په غېر قانوني توګه د درنګونو كنستو مخنيوي له دې سخت ګامونه پورته كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ اتھارټی مشر تقررۍ له دې زر تر زره قانوني تقاضې ترسره كړې شي۔ د بريفنګ په مهال غونډې ته ووئيلې شوو چې پټرولیم ډویژن په پروډکشن انهانسمنټ پروګرام كار كوي۔ پټرولیم ډویژن په هېواد كښې د لا قدرتي وسائلو درك لګولو هڅې كوي۔ پټرولیم ډویژن منرل سېکټر ډوېلپمنټ فریم ورک مرتب كوي او په مائننګ سېکټر كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې له په مثبت اړخ مخ په وړاندے روان دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں