د تعليم لندمهاله وفاقي وزير مدد علي سندھي د اسلام آباد ماډل کالج (ګرلز) اېف سكس ټو كښې د دفاع ورځې دستوره كښې ګډون

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د تعليم لندمهاله وفاقي وزير مدد علي سندھي د اسلام آباد ماډل کالج (ګرلز) اېف سكس ټو كښې د دفاع ورځې په لړ كښې په تابيا كړې شوې دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير مدد علي سندھي ووئيل زمونږ زلمې كول باشعوره دے٬ د دوي وطن او دين سره تړون ډېر ژور دے، د پاکستان سباٶن ځلنده دے ځكه چې هم دا وطن سره مينه لرونكي كوچنيان زمونږ د سباٶن معمار دي۔ ده ووئيل د قام دړد او احساس دوي لري۔ ده ووئيل د پاكستان د دفاع ورځ مونږ ته ھغه ورځ يادوي كله چې د پاکستان شهيدانو ٬ مېړنو ځوانانو او غېرت مند پاسبانانو د وطن د دفاع په خاطر په پولو د بهادرۍ او شجاعت كارنامې ترسره كړې چې مثال ئې نه شي ترلاسه كېدې۔ د دستورې مشري د كالج پرنسپلې پروفېسر عاليه دراني كوله

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں