اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وئيلي چې د نبی آخرالزماں (ص) ژوند د بنی نوع انسان لپاره د لارې مشال دې، د حضوراکرم (ص)په تعلیمات عمل كولو سره ټولنې څخه ظلم، زیاتی، ناانصافی او بدامنۍ ختمېدې شي۔ د عید میلاد النبی(ص) په بابرکته موقع په خپل پیغام كښې ده ټول قام له مبارکي وركولو سره ووئيل د نبی آخرالزماں (ص) ژوند انسانانو لپاره د لارې مشال دې، لوے څښتن حضرت محمد (ص) د ټولو جهانونو لپاره رحمت جوړولو سره رالېږلې، د نبی کریم(ص) ژوند كښې امت لپاره بشپړه رهنمائی او هدایت دې۔د كورنيو چارو وزير وويل محسن انسانیت حضرت محمد (ص) د خپل اعلیٰ کردار او اسوہ حسنه د لارې د ټولې نړۍ لپاره يو مثال دې، نبی کریم (ص) لنډه موده كښې مثالی سماجی او معاشی نظام وركړې۔ده ووئيل حضرت محمد(ص) د امن ، د انسانيت احترام ٬ مساواتو، معاف كولو او عدل و انصاف درس وركړې۔ د حضور نبي كريم (ص)په تعلیمات عمل كولو سره ټولنې څخه ظلم، زیاتی، ناانصافی او بد امني ختمېدې شي۔