نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د نړيوال اقتصادي فورم په 54 كلنه غونډه كښې ګډون لپاره زيورخ ته ورسيد

image

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د نړيوال اقتصادي فورم په 54 كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د سوئتزرلېنډ زيورخ ښار ته رسېدلے دے۔ نګران وزيراعظم به د نړيوال اقتصادي فورم د دې كال تھيم حوالې سره د نړيوالو شخړو مخنيوي ٬ په نړيوال نظام د باور بحالۍ او د معاشي ستونزو ختمولو تګلارې په سرخطونو كېدونكو دستورو كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې زيورخ ته په رسېدو په جنېوا كښې د پاكستان مستقل استازي بلال احمد، په سوئټزرلېنډ كښې د پاكستان سفير عامر شوكت او اعلی سفارتي چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ نګران وزيراعظم به د ’’ ټرېډ ټېک ټریلین ډالر پرامس‘‘ په سرخط دستورې ته خطاب هم كوي۔ دې سره سره به وزيراعظم نړيوالو سرمايه كارو سره په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه خبرې او د فورم په موقعه نړيوالو سياسي شخصياتو ٬ سرمايه كارو او كاروباري لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں