پاکستان د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د المان د فوډ هول سېلر ګروپ پلاوي ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي پاکستان غېر ملكي سرمايه كارو او كاروباريانو لپاره زړه راښكونكے هېواد ګرځولو سره وئيلې دي پاکستان د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د المان نړيوال فوډ هول سېلر، مېټرو ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ د ايوان ايوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د کمپنۍ سي اي او ډاکټر سټيفن ګروبل او د المان په پاكستان كښې سفير هم په دې موقع موجود وٶ۔ پلاوي صدر مملکت ته په پاكستان كښې د مېټرو ګروپ كاروبار او په سرمايه كارۍ بريفنګ وركړو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاكستان په هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره كار كوي۔ پلاوي ووئيل مېټرو كمپني په هېواد كښې كاروباري هلو ځلو ته لا وده وركول غواړي، پاکستان سرمايه كارۍ او كاروباري هلو ځلو لپاره ښه ماحول لري٬ پاكستان كاروبار٬ سرمايه كارۍ او سېلګرۍ لپاره زړه راښكونكے مقام دے ۔ په دې مهال صدر مملکت په پاکستان كښې د مېټرو ګروپ د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں