اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) له حج وروستو د پاكستان انټرنیشنل ایئر لائن (پي آئي اے) جده څخه د كراچۍ اولنے حج پرواز پي كے 860 د زيارت په ماسپخين 160 حجاج كرام راوړلو سر ه كراچۍ ته راورسيد چرته چې حجاج كرام ته د پي آئي اے ډسټرکټ مېنجر عمر خان، ائیرپورټ مېنجر جاوید پیچوحو او د پی آئی اے نورو چارواكو هركلې ووې۔ د پی آئی اے وياند عبد الله حفيظ خان وئيلي چې پي آئي اے به 35 زره څخه زيات حجاج كرام سعودي عرب څخه د 171 پروازونو د لارې هېواد ته رارسوي۔ د سركاري سكيم د لارې به نزدې 19,500 او د نجي سكيم د لارې به 14,900 حجاج كرام او نزدې 630 خدام پاكستان ته رارسي۔ پی آئی اے کراچۍ، اسلام آباد، لاهور، ملتان، سیالکوټ او پېښور لپاره له حج څخه وروستو پروازونه چلوي۔ د سكھر او كوئټې حجاج كرام به د كراچۍ د لارې سفر كوي۔ د پي آئي اے له حج څخه وروستو آپرېشن به د جولائي په 21 مه نېټه پايې ته ورسي۔