د وزيراعظم عمران خان په نيويارك كښې د فارن ريليشن كونسل په مباحثه كښې څرګندونې

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د جنګ د لارې د مسائلو په حل كېدو باور نه لرو كه په دې يوه مسئله حل كېږي نو يو شمېر نورې راپېدا كېږي٬د سفارتكارۍ د لارې د مسئلو د حل په حق كښې يم٬ملګرو ملتونو ته به د كشمير مقدمه وړم٬د اولس مشر ټرمپ پشمول نړيوالو مشرانو سره به په ملاقات كښې د مقبوضه كشمير څخه كرفيو پورته كولو لپاره د كردار ادا كولو وائيم٬اول مشر ټرمپ سره په ملاقات كښې به د هغه افغان امن عمل بحالولو لپاره د قائل كولو پوره هڅه كوو٬په هند كښې د هندو بر لاسۍ نظريه د مهاتما ګاندهي د نظريې قتل دے٬اسلام صرف يو دے او هغه د محمد عربي(ص)اسلام دے چې پكښې ټول انسانان يو برابر حقونه لري٬چين كله هم د پاكستان په خارجه يا كورنۍ پالېسۍ كښې لاس وهنه نه ده كړی۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د امريكې په فارن رېليشن كونسل كښې د مباحثې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل چې جيمز مينډس نه پوهېږي چې په پاكستان كښې انتهاخوښي ولې راغلې۔پاكستان د روسيې پھ ضد امريكې سره په ګډه مقاؤمت كړې٬كله چې يې په افغانستان كښې بريد وكړو نو د ټولې نړۍ څخه مسلمانان د روسيې په ضد افغانستان ته راغلل او جهاد يې وكړو هغه وخت دا مجاهدين وو خو بيا د نائن اليون د پیښې نه پس دوي ترهه ګر وګرځولې شول۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 70 زره پاكستانيانو خپل ژوند د لاسه وركړو۔د افغانستان نه د روسيې وتلو نه پس امريكې پاكستان يوازې پرېښودو۔د نائن اليون نه پس يو ځل بيا امريكې ته د پاكستان ضرورت پیښ شو كومو كسانو ته چې د روسيې په ضد د جهاد تربيه وركړی شوې وه هغه پھ نائن اليوان كښې ترهه ګر وګرځولې شول۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته د 200 اربه ډالرو زيان ورسيدو۔په پاكستان كښې د مذهبي انتهاخوښۍ جرړې د روسيې په ضد د مقاؤمت د زمانې نه دي۔په پخواني اولس مشر پروېز مشرف دوه ځله بريدونه وشول د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زه هغه يواځنې كس يم كوم چې تل دريځ لري چې د افغانستان پوځي حل ممكن نه دې۔ده ووئيل چې زه د افغان تاريخ نه واقف يم۔په افغانستان كښې كله هم بهرني طاقت قبضه ونه كړی شوه۔اولس مشر ټرمپ ته مو هم دا وئېلي چې د افغانستان پوځي حل ممكن نه دې٬په پاكستان كښې په دې وخت كښې د 27 لكه نه زيات افغان كډوال مېشته دي٬په پاك افغان پوله په وړومبي ځل خاردار تار لګولې شي۔پاكستان د افغان كډوالو له امله خپله پوله په مكمل توګه نه شي بندولې۔په افغانستان كښې د اولس مشر ټرمپ په هڅو په امن لوظ نامه لاس ليك كېدونكې وو۔له بده مرغه په افغانستان كښې د امن لوظ نامه په وروستي پړاؤ كښې ونه شوه٬په افغانستان كښې پوخ امن د سياسي مذاكراتو د لارې ممكن دې۔په افغانستان كښې د سياسي مذاكراتو كاميابي ډېر مشكل پړاؤ دې۔زما په خيال طالبان به په ټول افغانستان كنټرول ونه ساتي٬په افغانستان كښې هره ورځ په بمي چاودنو كښې بې ګناه خلك وژل كېږي٬هر شعور لرونكې تن په افغانستان كښې امن غواړي۔ده ووئيل چې جمهوري حكومتونه د اخلاقي جواز په بنياد جوړېږي۔د 13 مياشتو نه په حكومت كښې يم٬زمونږ هره يوه پالېسي د انتخابي منشور له مخې ده۔ده ووئيل چې افغانستان سره امن زمونږ د انتخابي منشور برخه وه۔د كرتارپور لار هم ګاونډيانو سره ښه اړيكو لپاره جوړه كړی شوې٬زمونږ هره پالېسي د پوځ مكمل ملاتړ لري۔په وړومبي ځل د پوځ په بجټ كښې كمې شوې٬مونږ د بچت په پالېسۍ عمل كړی٬د تېر وخت حكومتونو د بدعنوانۍ له امله د واكمنۍ اخلاقي جواز د لاسه وركړی وو۔ده ووئيل چې حكومت ته راتللو سره مو مودي ته د غربت خاتمې او د ماحولياتي بدلون پشان د مسئلو په ګډه حل كولو وړاندېز وكړو۔ده په ټولو واضحه كړه چې د پاكستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي۔د پلوامه پیښې نه پس د كوم تحقيق نه بغېر په پاكستان تور ولګولې شو۔د هند الوتكو په پاكستان كښې بمباري وكړه او په ځواب كښې دوه الوتكې راوغورځولې شوې٬مودي د پاكستان دښمنۍ انتخابي كمپائن ګټې لپاره استعمالولو٬د ټاكنو نه پس مونږ يو ځل بيا مودي ته د مسئلو حل لپاره د مذاكراتو وړاندېز وكړو۔د مودي حكومت د انتخاخوښي تنظيم ار اېس اېس په ايجنډا عمل كوي۔ده ووئيل چې د كشمير مسئلې له امله دوه اتومي طاقتونه يو بل ته مخامخ دي۔ملګرو ملتونو ته به د كشمير مقدمه وړوم۔غواړم چې ملګري ملتونه خپل كردار ترسره كړي٬قيدي جوړ كړی شوې٬د هند پائېلوټ مو د امن په خاطر بېرته ولېږلو۔په مقبوضه كشمير كښې 9 لكه عسكرو د 50 ورځو نه د لاكونو په شمېر كشميريان محصور كړي۔نړيواله ټولنه دې پھ مقبوضه كشمير كښې د پرله پسې كرفيو خاتمې لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل چې كشمير يوه لانجمنه سيمه ده او پاكستان او هند دواړو دا تسليم كړی٬د اقليتونو او مېرمنو د حقونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د قانون بالادستي زمونږ منشور دې۔په پاكستان كښې د دوي تحفظ لپاره موثر قانون موجود دې۔اقليتونو او د دوي د عبادت ځايونو تحفظ لپاره اقدامات كوو٬سكه كميونټۍ لپاره د كرتار پور لاره پرانېځو كوم چې يو مثالي كار دې٬اقليتونه هم د پاكستان برابر وګړي دي٬په اول ځل فاټا په خېبرپښتونخوا كښې ضم كړې شوې٬په فاټا كښې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ ځپليو بحالۍ لپاره لويې رقم بېل كړی شوې۔په كلي والو سيمو كښې مو مېرمنې د غربت نه ويستلو لپاره پروګرام راوړې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اسلام صرف يو دې د كوم تعليمات چې مونږ رسول پاك(ص)راكړي۔اسلام مونږ ته د مساوات٬امن٬رحم او ورورولۍ درس راكوي٬مونږ لپاره د مدينې رياست په طرز حكمراني مثالي نمونه ده٬د مدينې رياست په وړومبي ځل مېرمنو ته د دوي وراثتي حقوق وركړل٬د مدينې په رياست كښې قانون ټولو لپاره يو وو۔د نبي پاك(ص)د تعليماتو له مخې ټول انسانان برابر او اقليتونه مكمل حقوق لري۔د ځناورو د حقونو هم خيال ساتل كېدو٬په وړومبي ځل ټېكسيشن معرفي كړی شو۔د مدينې رياست وړومبې فلاحي رياست وو څوك هم د قانون نه بالاتر نه وو۔ده ووئيل چې د افغانستان مسئله دوه حل لري چې پكښې يو پوځي كاروائي ده خو زه يې په حق كښې نه يم٬دوهم د امن عمل دې٬اوسني طالبان د تېر وخت په مقابله كښې زيات قوي دي٬د طالبانو پلاوي د پاكستان دوره كړی٬ده ووئيل چې په تېر وخت كښې د اخراجاتو په مقابله كښې آمدن زيات نه كړی شو۔په تېر دور كښې د معاشي پرمختګ پنځه فيصده شرح د درآمداتو له امله وه۔د تېر وخت د حكومتي معاشي ناكامۍ له امله آئي اېم اېف ته لاړو كله چې اقتدار ته راغلو نو د هېواد معاشي صورتحال ډېر خراب وو۔ده ووئيل چې چين د ډيفالټ كېدو نه په بچ كولو كښې زمونږ مرسته كړې٬چين معاشي پرمختګ لپاره زمونږ ډېره مرسته كړې٬چين كله هم زمونږ په بهرنيو او كورنيو پالېسو كښې مداخله نه ده كړې٬د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه يوه اقتصادي لار ده چين په 30 كلونو كښې 70 كروړه خلك د غربت نه بهر كړي۔چين هغه يوازنې هېواد دې كوم چې خپل معيشت ته پام كړی٬هلته په وزارتي كچه 450 كسان د كرپشن په وجه زندانونو ته اچول شوي۔ده ووئيل چې لوبې د ژوند مهم درس وركوي٬د لوبو نه د خپل هدف ترلاسه كولو لپاره د هڅو كولو زده كړه كېږي٬كورنه چلولو لپاره اخراجات كمول او آمدن زياتول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې هغه په جنګ باور نه لري٬د سفارتكارۍ د لارې د مسئلو د حل په حق كښې دې۔ده ووئيل چې زه به پوره هڅه كوم چې د افغانستان په لوظ نامه لاس ليك وشي خو د ترهه ګرۍ د پیښې نه پس امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د مذاكراتو عمل معطل كړې۔پوره هڅه به كوم چې اولس مشر ټرمپ د مذاكراتي عمل په بحالۍ قائل كړم۔ده ووئيل چې په هند كښې زما يو شمېر دوستان او مينه وال دي٬دوي سره مو د محبت او احترام رشته خو په دې كښې هېڅ شك نشته چې هند په سمه لار نه دې روان

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں