د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات نه پس مېډيا سره خبرې

image
APP80-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan and US President Donald J. Trump hold Joint Press Talk on the sidelines of UNGA Session. APP

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان او هند ترمينځه يو ځل بيا د ثالثۍ وړاندېز كولو سره هيله څرګنده كړې چې پاكستان او هند به د كشمير مسئلې حل له په ګډه كار وكړي۔د ګل په ورځ ده د وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات نه پس په خپلو خبرو كښې ده ووئيل عمران خان ښه وزيراعظم او ښه ملګرے دے٬په هغه باور كوم او عمران خان د سيمې پرمختګ لپاره كار كول غواړي۔ده ووئيل زه د وزيراعظم عمران خان او وزيراعظم نريندر مودي سره ښې اړيكې لرم او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ثالثۍ په موقف ولاړ يم۔د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل غواړم چې په نړۍ كښې د ټولو سره ښه سلوك وكړې شي۔هيله لرم چې پاكستان او هند به د كشمير مسئلې حل له په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل د هند وزيراعظم نريند مودي تېره ورځ په جلسه كښې جارحانه خله خوزولې۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان٬هند او مقبوضه كشمير پھ صورتحال خبرې شوي ۔ده ووئيل په افغانستان كښې استحكام د سيمې حاجت دے۔په افغانستان كښې امن سره به په پاكستان كښې امن راشي۔پاكستان په افغانستان كښې د امن لپاره كردار ترسره كوي۔ده د كشمير اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل پھ كشمير كښې انساني الميه راپېدا شوې د كومې ختمولو ته چې اړتيا ده۔ده ووئيل د امريكې اولس مشر دې د لويې هېواد اولس مشر پھ حېثيت ذمه واري ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں