د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په لاهور كښې دستورې ته وېنا

image

لاهور 02 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې حكومت تعليم٬ روغتيا او د بشري وسيلو پرمختګ ته پام كوي٬ ځوانانو ته به د منفي چارو په ځائ موسيقې٬ ادب او كلتور سره خپله پېژندګلي جوړول وي۔ د خالي په ورځ د زده كوونكو د نړيوالې اونې په اړه يو كنفرنس ته په خپله وېنا كښې اولس مشر ووئيل چې د ټولنې د پرمختګ راز د علم په وده او د بشري وسيلو په پرمختګ كښې دے٬ د انسان شخصيت د بېلا بېلو جذبو مجموعه ده۔ ده ووئيل چې د انفرادي شخصيت په شان د قومونو اجتماعي شعور هم وي چې په كومه ټولنه كښې د ذهني فشار او كركه وي٬ د دې اظهار به په قومي كچه هم كېږي كوم خلق چې په امن باور لري٬ د هغوي اجتماعي سوچ به هم د امن بلنه وركوي۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت نوي پاكستان لپاره هڅې كوي٬ حكومت تعليم٬ روغتيا او د بشري وسيلو پرمختګ ته خاص پام كوي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں