اولس مشر ډاكټر عارف علوي دوهم نړيوال انجینئرنګ ایجوکېشن کانفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په سائنسي اعتبار سره نړۍ كښې ستر بدلونونه رامخې ته كېږي۔ هغه قامونه كاميابېږي كوم چې ځان په خپله بدلېدو سره بلد كړي۔ تعليم تر تربيې او اخلاق محدود نه بلكې د ددې د لارې د ټولنې ستونزې هم هوارېدې شي۔ پاكستان كښې د اوبو د ضائع كېدو مخنيوي كولو سره كارولو له ددې محفوظ ساتلو ته اړتيا ده۔ په ټولنه كښې معاشي بې ضابطګۍ ختمول بايد اولنۍ ترجيح وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دوهم نړيوال انجینئرنګ ایجوکېشن کانفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې 100 څخه زيات پوهنتونونه د انجينئرنګ تعليم وركوي۔ په دې پوهنتونونو كښې دې تعليم د ماركيټ د طلب لمخې وركړې شي۔ ده ووئيل انجینئرز دې هېواد توان كښې په خپلو پښو ودرولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د انجینئرز او ډاکټرز په تعليم د هېواد لويه سرمايه مصرف كېږي۔ ده ووئيل د اوبو څانګه كښې به هم ډېر كار كول وي او دې لپاره انجیئرز خپل كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې اوبو ضائع كېدو څخه ساتلو سره كارولو له ددې محفوظ كولو ته اړتيا ده۔ پاکستان كښې د سېورېج څلور نيم سوه ملين ګېلن اوبه سمندر ته غورځولې شي۔ ده ووئيل توان لپاره د ډېمز جوړولو سره سره به اوبه ذخيره كولو له هم ګامونه پورته كول وي۔ په سائنسي اعتبار سره نړۍ كښې ستر بدلونونه رامخې ته كېږي۔ هغه قامونه كاميابېږي كوم چې ځان په خپله بدلېدو سره بلد كړي۔ اولس مشر ووئيل د سافټ ويئر په څانګه كښې د پرمختګ او برآمداتو زياتولو ګنجائش شته۔ ده ووئيل ټولنه كښې تفريق د تاؤ تريخوالي سوب ګرځي او ددې ختمولو له به سماجي اقدار عملي كول وي۔ ده ووئيل په ټولنه كښی معاشي بې ضابطګۍ بايد ترټولو اولنۍ ترجيح وي۔ اولس مشر ووئيل د انجینئرز ګرېډ 19 نه وروستو ترقۍ په معامله خبره شوې ده۔ په دې لړ كښې دامعامله دې د سائنس او ټېكنالوجي وزير ته ولېږلې شي دغسې چې په دې غور وكړې شي

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں