د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټوېټ

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان اسلامي نړۍ كښې د يو والي او تفاهم داعي پھ توګه رامخې ته كېږي٬پاكستان سعودي عربستان سره پخوانۍ مذهبي٬كلتوري او تاريخي اړيكې لري٬سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ د نهې پھ ورځ په خپل يو ټوېټ كښې دې ووئيل وزيراعظم پھ منطقه كښې د امن او استحكام ودې له د سعودي عربستان دوره كړې ده كومه كښې چې سعودي مشرتابه سره د شريكې خوښې په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوال او سيمه ايز صورتحال غور شوې۔ دې ووئيل په شريك باور او ورورولۍ اډانه اړيكې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان پاكستان دورې سره زياتې مضبوطې شوي دي

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں