راډيو پاكستان د رياست مهمه برخه ده٬ موجوده حکومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې رياستي ميډيا پخپلو پښو اودرولو لپاره ګامونه پورته كوي

image
APP50-12 ISLAMABAD: November 12 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي راډيو پاكستان د رياست مهمه برخه ده٬ موجوده حکومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې رياستي ميډيا پخپلو پښو د اودرولو اقدامات كوي٬ په تېرو دورونو كښې راډيو پاكستان كښې په سياسي بنيادونو مېرټ ته زيان رسولې شوې ۔ دې دا خبرې اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ عونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد كوله۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيراعظم عمران خان واضح هدايات دي چې پي بي سي دې ګټوره او اختيار منده اداره جوړه كړې شي۔ دې ووئيل د كمېټۍ غړي دې د بي بي سي بهترۍ او دا په خپلو پښو اودرولو لپاره وړاندېزونه وركړي٬ د كمېټۍ غړو د وړاندېزونو په رڼا كښې به حكومت ګامونه پورته كوي٬ دا مهال راډيو پاكستان په بشپړه توګه په حكومتي ګرانټ انحصار لري۔ دې ووئيل راډيو پاكستان د رياست مهمه برخه ده او د قامي بيانيې لپاره خپل مثبت كردار لوبوي۔ دې ووئيل په دې اورېدو خوشحاله شوم چې په مقبوضه كشمير كښې چرته چې هند په ميډيا بندېز لګولې هلته د راډيو پاكستان ټرانسمېشن بند نه كړې شول۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان امر كړې چې د پي ټي وي او راډيو پاكستان بورډ آف ډائرېكټرز دې ضم كړې شي او په دې كښې وظيفائي پوهه لرونكي دې شامل كړې شي دغسې چې اداره په پېشه واراه لور روانه شي۔ دې ووئيل راډيو پاكستان د قام د سماجي ٬ كلتوري او نظرياتي پولو محافظ دے٬ د ملګرو هېوادونو په مرسته به د راډيو پاكستان د آلاتو اپ ګرېډېشن كولې شي۔ دې غړو ته د خضدار راډيو سټېشن د اپ ګرېډېشن باور وركولو سره ووئيل دې سره به سيمه كښې قامي بيانيې ته وده وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل د راډيو پاكستان انتظاميې ته د دريو مياشتو هدف وركرې شوې چې ھغوي خپل بزند پلان مرتب كړي۔ دې كمېټۍ ته ووئيل كله چې ما د وزارت ذمه واري واغسته نو ھغه وخت په اداره كښې مستقل ډائرېكټر جنرل هم نه ٶ٬ د انفارمېشن ګروپ چارواكي ته اضافي ذمه واري وركړې شوې

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں