د پاك سمندري ځواك سي كنګ چورلكو كراچۍ څخه لرې سمندر كښې رېسكيو عمليات٬ د ايراني بېړۍ عملې 11 كسان ئې ډوبېدو څخه بچ كړل

image

اسلام آباد ۔09 جون (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك سي كنګ چورلكو كراچۍ څخه د 230 كلوميټر په مسافت سمندر كښې د رېسكيو عملياتو په مهال د ايراني بېړۍ عملې 11 كسان ډوبېدو څخه بچ كړي او دوئي ته طبي مرسته وركړې۔ د پاك سمندري ځواك وياند د خالي ورځې جاري كړي بيان ترمخه د الرحمانی نومې بېړۍ سمندر كښې ډوبېدو په سوب په بېړۍ ناست د عملې 11 كسان سختو ستونزو سره مخ وو۔ پاك سمندري ځواك په اطلاع ترلاسه كېدو سمدستي رېسكيو عمليات پېل كړل۔ د وياند ترمخه تر يو نيم ساعت روان ددې عملياتو په مهال د بېړۍ عمله رېسكيو كېدو سره پاکستان نېوی ایئر بېس کراچۍ ته ورسولې شوه وروستو دا وګړي ايران ته رسولو له پاكستان مېري ټائم سکیورټی ایجنسۍ ته وسپارلې شول

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں