ډېر ښه نواز شريف ته ونه وېرېدې۔ ټيټ نه شوے۔ تا په خپل ذاتي ژوند پاكستان ته ترجيح وركړو

image
APP63-05 ISLAMABAD: July 05 - H.E Sheikh Ahmed Bin Jassim Bin Mohammed Al Thani, Minister of Economy and Commerce of the State of Qatar calls on Prime Minister Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk at PM Office. APP

لندن ۔ 6 جولائی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښودې مريم نواز شريف وئيلي ډېر ښه نواز شريف ته ونه وېرېدې۔ ټيټ نه شوے۔ تا په خپل ذاتي ژوند پاكستان ته ترجيح وركړه۔ نن د ظلم په ضد د جنګ كولو حوصله نوره هم دنګه شوې۔ د نجي ټي وي چېنل ترمخه مريم نواز د جمعې په ورځ د احتساب عدالت ايون فيلډ رېفرنس پرېكړې څخه وروستو په خپل ټويټر پېغام كښې دې ووئيل ډېر ښه نواز شريف ته ونه وېرېدې ٬ ټيټ نه شوے٬ اولس تاسره ولاړ دے٬ فتح به كه لوئے څښتن ته منظور وي ستا وي۔ نواز شريف راروان دے ځكه خو دده د لارې نيولو هڅې كولې شي۔ دا هڅې به هم ناكامه شي۔ دې ووئيل مونږ په نواز شريف وياړ لرو٬ نه زه پرېشانه او فكرمند يم او نه نواز شريف۔ په لوئے څښتن باور لرو۔ نواز شريف به شېبه ګھړۍ وروستو په دې اړه خبره وكړي۔ دې ووئيل پاكستان كښې 70 كاله څخه د فعاله پټ قوتونو مقابلې كولو دا سزا ډېره كمه ده۔ دې ووئيل نن د ظلم په ضد د جنګ حوصله لا دنګه شوې

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں