حج له تلونكي دې خپل پرواز څخه دوه ورځې وړاندې اړوند حاجي كېمپ سره تماس ونيسي۔ دوئي ته به دغلته پاسپورټ ٬ ټكټ او د غاړې لاكټ وركولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت

image

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د سركاري سكيم ترمخه حج له تلونكو ته هدايت كړې چې دوئي دې د خپل پرواز څخه دوه ورځې وړاندې اړوند حاجي كېمپ سره تماس ونيسي دوئي ته به دغلته پاسپورټ ٬ ټكټ او د غاړې لاكټ وركولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو ترمخه حج له تلونكو د پاسپورټ او ټكټ په اړه وزارت سره تماس نيولې۔ ددې ابهام لرې كولو له د مذهبي چارو وزارت د سركاري سكيم ترمخه حج له تلونكو ته هدايت كړې چې دوئي دې د پرواز څخه دوه ورځې وړاندې اړوند حاجي كېمپ څخه سفري دستاوېزات او د غاړې لاكټ ترلاسه كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د حج پروازونه به د جولائي په 14 مه نېټه د خالي ورځې څخه پېل كېږي۔ د روان كال په مهال به په مجموعي توګه د سركاري او پرائېوېټ سكيمونو د لارې 184 زره 210 پاكستاني وګړي د حج فريضه ادا كوي۔ په حج فلائټ آپرېشن كښې پی آئی اے، سعودی ایئر لائن او ایئربلیو برخه اخلي۔ حج څخه وړاندې فلائټ آپرېشن به تر يوې مياشتې دوام لري

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں