پھ 25 جولائي به سپيځلې او بې پرې ټاكنې كولې شي

image

اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي) الېكشن كمېشن وئېلي دي چې پھ 25 جولائي به سپيځلې او بې پرې ټاكنې كولې شي٬د ټاكنو تيارۍ په زړه پورې روانې دي٬تر 20 جولائي به د بېلټ پېپرو چاپ كولو كار بشپړ شي٬په ټول هېواد كښې په ضابطه اخلاق عملدرآمد له مانيټرنګ كمېټۍ فعاله دي٬ كه د كوم سياسي ګوند كانديدان د دړكې په اړه څه ثبوت لري نو الېكشن كمېشن ته دې وړاندې كړي٬ د پوځ او امنيتي ادارو كار ټاكنو له ښه چاپیرچل وركول دي٬ د ريزلټ پھ ترسيل كښې به امنيتي ځواكونه كردار نه لري٬سياسي لارښودو او كانديدانو ته د پېښو خطرو په اړه صوبائي حكومتونه خبر كړی شوي وو٬په 17 زره حساس پولنګ سټېشنو د امنيتي كيمرو لګولو كار بشپړ شوے٬ټاكنې به په خپل وخت كولې شي٬د 108 حلقو كيسونه په عدالتونو كښې دي چې له امله يې بېلټ پېپړز نه دي چاپ كړی شوې٬د الېكشن كمېشن وېب پاڼه د سائبر بريدونو څخه بچ كولو له حفاظتي اقدامات شوي دي۔ د زيارت په ورځ په الېكشن كمېشن كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كښې د الېكشن كمېشن سېكتر بابر يعقوب فتح محمد ووئيل چې د پیښور پېښې څخه ثابته شوې چې د امن مسئله كومه عامه مسئله نه ده٬ټول ټاكنې به په 25 جولائي كولې شي۔ ده ووئيل تر 20 جولائي به د بېلټ پېپرو چاپ كولو كار بشپړ شي٬په ټول هېواد كښې په ضابطه اخلاق عملدرآمد له مانيټرنګ كمېټۍ فعاله دي٬كه د كوم سياسي ګوند كانديدان د دړكو په اړه څه ثبوت لري نو الېكشن كمېشن ته دې وړاندې كړي۔ ده ووئيل په ځينو ځايونو د ضابطه اخلاق خلاف وررزي كېږي خو د هغې په ضد كاروائي روانه ده۔ ده ووئيل د سپريم كورټ په هداياتو عملدرآمد كېږي٬د پولنګ په ورځ به پولنګ سټېشن كښې دننه او بهر پوځ تعينات وي٬ضابطه اخلاق جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل د پولنګ په ورځ د انتخابي قانون له مخې د عملې نه علاوه د كوم بل چا كردار نشته٬نه دا د پوځ ذمه واري ده او نه هغوي له وركړې شوې۔ ده ووئيل آزادو ټاكنو له امنيت يوه مسئله ده٬د پېښور پېښې نه پس د پاك پوځ تعينات كولو اهميت رامخې ته شوې۔ د پولنګ په ورځ امنيتي اهلكارو له د غېر معمولي اختياراتو وركولو په اړه شك سم نه دے۔ د امنيتي ځواكونو د پولنګ په ورځ ښه چاپیرچل باوري كول لويه ذمه واري ده٬هغوي له هغه اختيارات وركړې شوي كوم چې په تېرو ټاكنو كښې وركړې شوي وو ۔د دې څخه وړاندې د بېلو ټاكنو په مهال د ځينې سياسي ګوندونو د اړخه د پوځ تعينات كولو غوښتنه رامخې ته شوې وه۔ ده ووئيل په 85 زره پولنګ سټېشنو به پوځ سپيځلو ټاكنو كولو كښې مرسته كوي٬په هېواد كښې په 18 زره حساس پولنګ سټېشنو به كيمرې لګولې شي۔د صوبائي حكومتونو د اړخه وئېلي شوي چې د كيمرې لګولو كار بشپړ شوې٬دا كيمرې به په داسې ځاې لګولې شي چې د ووټ تقدس متاثره نه شي۔ ده ووئيل د پولنګ سامان ترسيل كار بشپړ شوې٬د پوځ په نګرانۍ كښې به د بېلټ پېپرو د وېشلو كار تر 24 جولائي بشپړ شي٬په مجموعي توګه پھ 849 چوكو ټاكنې كېږي چې پكښې د 108 حلقو كيسونه عدالتونو كښې دي ځكه بېلټ پېپړ لا نه دې چاپ شوي٬په دې كښې په پنجاب كښې 22 ٬په سندھ كښې 81 او د بلوچستان 5 حلقې شاملې دي۔ هيله لرو د عدالتونو د اړخه به زر تر زره پريكړې وشي۔ ده ووئيل د پنجاب 4 ضلعو سيالكوټ٬ګوجرانواله٬جهلم او منډي بهاوالدين كښې د بېلټ پېپرو د ترسيل كار بشپړ شوې٬د سندھ څلورو ضلعو ته هم بېلټ پیپرې رسېدلې دي۔ د بلوچستان د انتخابي حلقو بېلټ پېپرې په كراچۍ كښې چاپ كېږي او د هغې د ترسيل كار به تر 14 جولائي بشپړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پوځ ټاكنې نه كوي٬ دا كار د الېكشن كمېشن دے٬ډسټركټ ريټرننګ افسران د عدليې څخه دغسې نوره عمله هم د سول محكمو څخه اخستل شوې د كومو چې بشپړه تربيه شوې۔ ده ووئيل په وړومبي ځل د ټاكنو عمل څارنه كونكې مبصرين به هم په ريزلټ شيلډ لاس ليك كوي۔ د پوځ كار امنيت وركول دي۔ ده ووئيل د مقناطيسي سياهۍ په ځاې دا ځل عامه سياهي استعمالولې شي۔ پولنګ سټېشن ته دننه به په موبائل فون وړلو بندېز وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كوم ګوندونه دا تور لګوي چې زمونږ كانديدانو له دړكې وركړې كېږي هغوي دې د دړكو وركونكو نامې راكړي۔د ټاكنو كنټرول الېكشن كمېشن سره دې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل الېكشن كمېشن د اعلٰی چارواكو سره په دوو غونډو كښې صوبائي حكومتونو ته وئېلي وو چې سياسي لارښود په نښه كېدې شي د دې لپاره دې مناسب انتظامات وكړی شي۔مونږ د صوبائي حكومتونو سره پرله پسې رابطه كښې يو۔ ده ووئيل د بلاول بهټو قافلې په مخ نيوي په سمدستي توګه صوبائي حكومتونو سره رابطې كولو سره د دې معاملې پلټنو او راپور غوښتلې شوې٬كه په قامي كچه د ليډر كليئرنس نه وو نو بايد هغه له وركړی شوې وو۔ مونږ د راپور انتظار كوو٬د ذمه وارو په ضد د كاروائۍ كولو اختيار لرو۔ ده ووئيل آزادو كانديدانو له د جيپ نښه الاټ كولو كښې كوم سازش نشته۔ د ټاكنو څخه وړاندې د كمېشن پھ وېب پاڼه د سائبر بريدونو اندېښنه وي٬مونږ هغې لپاره هم حفاظتي اقدامات كړي دي۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں