د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ په سنګينو كارروايو كښې د ككړو نورو 12 خطرناك ترهګرو د مرګ سزا پرېكړو توثيق وكړو

image

پنډۍ ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ په سنګينو كارروايو كښې د ككړو نورو 12 خطرناك ترهګرو د مرګ سزا پرېكړو توثيق وكړو۔ دا ترهګر په وسله والو ځواكونو ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او په وګړو بريدونو سره سره په بنوں او ډېره اسماعيل خان جېل بريدونو كښې ككړ وو۔ د ترهګرو ددې كارروايو په مهال د 7 عام وګړو په شمول 96 امنيتي اهلكار شهيد او 58 ژوبل شوي وو۔ 6 ترهګرو ته د بېلو مودو سزاګانې وركړې شوي دي۔ د آئی اېس پی آر ترمخه غنی رحمن ولد فضل رحمن د كالعدم تنظيم غړے وو۔ دې د بنوں او ډېرہ اسماعیل خان په زندان بريدونو كښې ككړ وو د كومو په نتيجه كښې چې 4 كسان مړه او 21 ژوبل شوي وو۔ دې په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې هم ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې كېپټن فصيح بابر امين او درې اهلكار شهيد او 12 نور ژوبل شوي وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ عبدالغازی ولد سبیل خان د کالعدم تنظیم متحرك غړې وو۔ د ده د بريدونو په نتيجه كښې لېفټېننټ کرنل محمد یوسف، حوالدار محمد طاهر او درې پوځي عسكر شهيد او دوه نور ژوبل شوي وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ضیاء الرحمن ولد پیرزادہ، جاوید خان ولد نورزادہ د کالعدم تنظیم غړې وو ده د اېس پي اېلېټ فورس بنوں منجېر (ر) خېر الحسيب په شمول 7 كسان شهيد كړي۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ محمد زبېر ولد نوابشاہ د کالعدم تنظیم غړې وو۔ دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو او وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې کېپټن سفیر خان، اسسټنټ ډسټرکټ آفیسر کریم خان، نائب صوبېدار محمد فیاض ، نائب صوبېدار فضل وحید شهید او 17 نور ژوبل كړي وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ عمر نواز ولد خلیق الرحمن د کالعدم تنظیم غړے وو دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو نېغ په نېغه بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې صوبېدار سید کریم ، صوبېدار شوکت، نائب صوبېدار اختر منیر په شمول 11 اهلکار شهید او 16 نور ژوبل شوي وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ساجد خان ولد شیر رحمن د کالعدم تنظیم غړے وو ۔ دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې صوبېدار جانس خان، نائب صوبېدار کامران خان او د حوالدار ساجد خان په شمول 8 اهلكار شهيد او يو شمېر ژوبل شوې وو۔ دا ترهګر په تعليمي ادارو تباه كولو كښې ككړ وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ هېبت خان ولد نادر خان د کالعدم تنظیم غړے وو۔ دې په قانونو نافذ كوؤنكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې نائب صوبېدار علی عامر او د حوالدار بادشاہ خان په شمول 13 اهلكار شهيد شوې وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ احمد شاہ لال ګل د کالعدم تنظیم غړې وو۔ ده د عوامي نېنشل ګوند پخوانې ناظم میاں مشتاق، صوبېدار صاحب ګل آفریدی اوحوالدار ناموس خان شهید كړې۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ باز محمد ولد لال سید د کالعدم تنظیم متحرک غړې وو۔ دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ مومن خان ولد نور علیم شاہ، سلمان بهادر ولد ګل بهادر خان د کالعدم تنظیم غړي وو۔ دوئي په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو او په عامو وګړو بريدونو كښې نېغ په نېغه ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر اهلكار شهيد شول۔ د ټرائل کورټ او مجسټریټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو دوئي ته د مرګ سزا واورولې شوه

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں