د ټول ټاكنو په مهال امنيتي پلان او انتظاماتو جاج اخستلو له د چيئرمېن رحمان ملك په مشرۍ كښې د سېنېټ داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د ټول ټاكنو په مهال امنيتي پلان او د انتظاماتو جاج اخستلو له د چيئرمېن رحمان ملك په مشرۍ كښې د سېنېټ داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د الېكشن كمېشن سېكتر بابر يعقوب فتح محمد كمېټۍ ته ووئيل ټول ټاكنې به په سپيځلې ډول كولې شي٬مونږ د كوم سياسي ګوند سره تعلق نه لرو٬هېواد كښې 20 زره پولنګ سټېشنې حساس دي٬د پاك پوځ 8 لكه امنيتي اهلكار دغسې د الېكشن كمېشن 7 لكه عمله به د ټاكنو په مهال فرائض ترسره كوي٬ټاكنو لپاره واټر مارك بېلټ پیپرې د اروپاﺀ څخه راغوښتلې شوي٬د آر اوز ډي آر اوز او نور اړوندو اهلكارو تربيه شوې٬ د ووټرانو شمېره 105.95 ملينه ده ٬ 12526كانديدان دي او 85 زره پولنګ سټېشنې جوړې شوي٬ 12 ملينه بېلټ پېپرې چهاپ كړی شوي۔په غونډه كښې د جي اېچ كيو نمائنده ووئيل پوځ د كوم سياستمدار د امنيت نيغ په نيغه ذمه واري نه اخلي٬مونږ د ټاكنو په مهال امنيت له د الېكشن كمېشن مرسته كوو۔د نېكټا نېشنل كوآرډينټر ډاكټر سلمان ووئيل نېكټا ته تراوسه 65 سېكورټي تهريټس ترلاسه شوي د كومو سياسي لارښودو ژوند ته چې خطر دې٬د هغوي فهرست به كمېټۍ له وركولې شي۔د اسلام آباد آئي جي ووئيل 68 تهريټس ترلاسه شوي ځينې د مذهبي ځايونو او سياسي او مذهبي لارښودو په اړه دي۔په عمران خان د بريد په اړه خاص تهريټس راغلي ۔د شاهد خاقان عباسي سېكورټي هم زياته كړی شوې۔د بلوچستان آئي جي ووئيل په مستونګ كښې د بريد كونكي نامه حافظ نواز او دا د اېبټ آباد اوسېدونكې ؤ ۔بريد كونكې د كراچۍ څخه بلوچستان ته راغلې٬ هغه اول پھ لشكر جهنګوي كښې او بيا په داغش كښې شامل شوې۔مفتي حېدر او حافظ نعيم د داعش ځايې كمانډران دي٬ ده ووئېل د هغوي د نيولو هڅه كېږي٬په افغانستان كښې داعش كنټرول سنبهال كړې هلته څخه بلوچستان ته هم داعش راغلې۔وفاقي داخله سېكتر ووئيل ټاكنو لپاره بال د الېكشن كمېشن په كورټ كښې دے۔استخباراتي راپور صوبو سره نېكټا په وخت شېر كوي۔د كورنيو چارو وزارت كښې كنټرول روم جوړ كړی شوې كوم چې 24 ساعته كار كوي٬په خاص غونډه كښې د جي اېج كيو نمائنده په توګه ميجر جنرال آصف غفور هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د نېكټا كوآرډينټر پشمول د څلورو واړو صوبو پوليس آئي جيز او هومز سېكترانو٬وفاقي داخله سېكتر٬وفاقي دفاع سېكتر٬د الېكشن كمېشن سېكتر او د قائمه كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔د كمېتۍ چيئرمېن رحمان ملك د غونډې پھ ابتدا د پېښور او مستونګ شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړه۔د كمېتۍ چيئرمېن پھ پیښور كښې د اے اېن پي او مستونګ كښې د بي اے پي په لاريون د بريدونو سخته غندنې كولو سره ووئيل د شهيد هارون بلور او د شهيد سراج رئيساني او هغوي سره د نورو كسانو په شهادت ټول قام غم جن دے۔له بده مرغه د ټاكنو كمپائن امن ناكه ډول پاتې نه شو۔ ده ووئېل هارون بلور او سراج رئيساني سره د ګڼو ملګرو شهيدان شوي۔د هېواد دښمنه عناصر د هېواد غېر مستحكم كولو ناوړه هڅې كوي۔د الېكشن كمېشن سېكتر ووئيل د بېلټ پیپر څارنې له هم د پوځ مرسته ترلاسه شوې٬مونږ به د جولائي په 22مه نېټھ د بېلټ پیپرو ترسيل پېل كوو۔د ټولو ادارو مرسته ترلاسه ده٬ ده ووئېل ګڼ شمېر الېكشن آبزرور د ټولې نړۍ څخه پاكستان ته رارسېدلې۔د اروپائي ائتلاف تر ټولو لويه ډله د پاكستان الېكشن آبزرور پھ توګه پاكستان ته راغلې ده ٬ ده ووئېل ټول انتخابي مبصرين پاكستان ته رارسېدلي٬مونږ د ټولو هركلے كړې٬په دې اړه منفي راپور رد كوو٬زمونږ سټاف ته په بلوچستان كښې ښه امنيت وركړی شوې٬ ده ووئېل په تېرو ټاكنو كښې زمونږ افسر شهيد كړی شوې ؤ د نېكټا سره هم غونډې شوي دي۔ده ووئيل پھ هېواد كښې اتلس زره پولنګ سټېشنې حساس دي٬صوبو ته وئېلي شوي چې سي سي ټي وي كيمرې ولګوي۔الېكشن كمېشن د پاك پوځ تعينات كولو پريكړه كړې٬هغوي به په ټاكنو كښې وظيفه ترسره كوي۔ ده ووئېل په دې موڼږ د پاك پوځ مننه كوو۔د ټاكنو په موقع امنيت يوه لويه ذمه واري ده۔د 2013 صورتحال كتلو سره مونږ پاك پوځ ټاكلو له رابللې٬د ټاكنو په موقع په مجموعي توګه به 16 لكه كسان وظيفه ترسره كوي۔ده ووئيل په باقاعده توګه يو كوډ آف كنډېكټ په تحريري توګه اېښودلې شوې۔كانديدانو ته خواست چې چرته هم د تللو څخه وړاندې اطلاع كوې ٬ د ځينې سياسي ګوندونو د اعتراض وړ اشتهاراتو نوټس اخستلې شوې۔په ګوجرانواله كښې يو كانديد د كمپائن په مهال د ستر قاضي او سرلښكر عكسونه استعمال كړي شوي هغه كانديد نااهله ګرځولې شوې٬د جي اېچ كيو نمائنده ووئيل د امنيت په اړه مونږ د ټولو ځايونو تجزيه كړې مونږ منصوبه بندي كړې٬مونږ ته دا معلومه ده چې پھ كوم ځاې څومره كسان تعينات كول دي٬مونږ په بلوچستان كښې د حاجت له مخې پوځيان تعيناتي كړې٬ ده ووئېل مونږ له به د الېكشن كمېشن د كوډ آف كنډېكټ ترمخه كار كول وي كله چې پھ افغانستان كښې ټاكنې كېدې نو مونږ د پولې دې پلو غېر معمولي اقدامات كړي وو دا ځل د افغانستان اولس مشر وزيراعظم او سرلښكر سره ټېليفوني تماس نيولو سره د مرستې باور وركړې۔ ده ووئېل پوځ د كوم سياستمدار د امنيت نيغ په نيغه ذمه واري نه اخلي٬د سياسي كانديدانو امنيت د حكومت او الېكشن كمېشن ذمه واري ده٬مونږ د ټاكنو په مهال امنيت له د الېكشن كمېشن مرسته كوو۔د كمېټۍ چيئرمېن رحمان ملك ووئيل ټولې ټي وي چينلې دې ټولو ګوندونو له يو برابر وخت وركړي٬د ځينو ګوندونو مشرانو له د ټي وي چينلې ترجيح وركوي٬په يو وخت كښې كه دوه لارښود خطاب كوي نو يو له څنګه ترجيح وركړې كېږي٬موڼږ په هر هال كښې د افغانستان مرسته كړې خو هم هغسې ځواب نه دې ترلاسه شوې۔ ده ووئېل د افغانستان استخبارتي ايجنسي تل د هند په ډاډ د پاكستان په ضد متحرك ده۔د داعش مشر خالد خراساني او د ټي ټي پي نوې مشر مفتي نور ولي افغانستان كښې موجود دي۔آيا حكومت د افغان دولت سره د خالد خراساني او مفتي نور ولي سپارلو په اړه خبره كړې؟ ده ووئېل د افغانستان خاوره د ټاكنو په مهال پاكستان كښې ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدې شي۔د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر ډاكټر سلمان ووئيل نېكټا د استخباراتي ادارو راپور صوبو سره شېر كوي۔نېكټا ته مارچ 2018 نه تراوسه 65 امنيتي تهريټس ترلاسه شوي د كومو سياسي مشرانو ژوند ته چې خطر دې د هغوي فهرست به كمېټۍ له وركولې شي۔ ده ووئېل د ټاكنو عمل په ضد ځينې عسكريت خوښي متحرك دي دغه عسكريت خوښي ډلې محسوس ګوندونه په نښه كوي۔د ټي ټي پي لشكرجهنګوي او د داعش د اړخه تهريټس ترلاسه كېږي۔د اېم كيو اېم لندن د اړخه هم يو تهريټس ترلاسه شوې٬د بلوچستان او كے پي كے په اړه زيات تهريټس ترلاسه شوي بايد استخبارتي ايجنسۍ كومبنګ عمليات لانچ كړي٬ ده ووئېل فضل الله وژلې شوې خو نور محسود د ټي ټي پي كمان سنبهال كړی كوم چې زيات خطرناك دے٬نور محسود د ټي ټي پي بېلې ډلې متحد كولې شي۔د بلوچستان آئي جي وئيل بلوچستان په اے او بي ايرياز كښې تقسيم كړی شوې٬اے ايريا د پوليس پھ كنټرول كښې ده او بي ايريا د ليويز او ډپټي كمشنر په كنټرول كښې وي٬ د بلوچستان آئي جي ووئيل په مستونګ كښې د بريد كونكي نامه حافظ نواز او دا د اېبټ آباد اوسېدونكې وو۔بريد كونكې د كراچۍ څخه بلوچستان ته راغلې٬ ده ووئېل هغه اول پھ لشكر جهنګوي كښې او بيا په داغش كښې شامل شوې۔مفتي حېدر او حافظ نعيم د داعش ځايې كمانډران دي٬د هغوي د نيولو هڅه كېږي٬په افغانستان كښې داعش كنټرول سنبهال كړې هلته څخه بلوچستان ته هم داعش راغلې۔د خېبرپښتونخوا ايډېشنل آئي جي ووئيل په هارون بلور د بريد مركزي كردار ترسره كونكې نيولې شوې٬سي ټي ډي پلټنې كوي او په دې كښې نور ككړ كسان به ډېر زر ونيولې شي۔د اسلام آباد آئي جي ووئيل 68 تهريټس ترلاسه شوي ځينې د مذهبي ځايونو او سياسي او مذهبي لارښودو په اړه دي۔په عمران خان د بريد په اړه خاص تهريټس ترلاسه شوې وو۔د شاهد خاقان عباسي سېكورټي هم زياته كړی شوې۔په غونډه كښې سناتورې كلثوم پروين٬محمد جاوېد عباسي٬رانا مقبول احمد٬نجمه حميد٬ميا محمد عتيق شېخ٬ستاره اياز٬محمد علي خان سېف٬سعديه عباسي٬داخله سېكتر٬د دفاع سېكتر٬د الېكشن كمېشن سېكتر٬د جي اېچ كيو نمانئده ميجر جنرال آصف غفور٬د نېكټا چيئرمېن٬د پيمرا چيئرمېن٬د نادرا چيئرمېن٬د خېبرپښتونخوا هوم سېكتر٬د سندھ هوم سېكتر٬د اسلام آباد آئي جي د پنجاب ايډېشنل آئي جي٬د بلوچستان ايډېشنل آئي جي پي٬د اسلام آباد كمشنر٬د كے پي كے ډي آئي جي٬د سندھ اېډېشنل آئي جي او نورو چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں