د كوريا كمپنۍ دې په پاكستان كښې د سرمايه كار دوسته ماحول څخه بشپړه استفاده وكړي

image
APP56-24 ISLAMABAD: July 24 - Kwak Seong Kyu, Ambassador of Republic of Korea pays a courtesy call on Prime Minister Justice (R) Nasir-ul-Mulk at Prime Minister’s Office. APP

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك وئېلي دي د كوريا كمپنۍ دې په پاكستان كښې د سرمايه كار دوسته ماحول څخه بشپړه استفاده وكړي٬پاكستان جمهوريه كوريا سره د ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه به په ټولو څانګو كښې اړيكې لا وده ومومي۔ده دا خبرې د جمهوريه كوريا سفير كواګ سيونګ كيو سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده سره د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د معاشي او پرمختيائي مرستې ذكر كولو سره د كوريا كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كار دوسته ماحول څخه د بشپړه استفاده كولو بلنه وركړه۔ده په كوريائي ټاپو كښې د مثبت پرمختګ هركلے وكړو۔د كوريا سفير وزيراعظم په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د كوريائي كمپنو د روانو پروژو نه خبر كړو۔ده د پاكستان اقتصادي پرمختګ وستائېلو۔ده د معيشت٬تجارت٬سرمايه كارۍ او د افرادي قوت په څانګو كښې مرسته لا زياتولو لپاره پاكستان سره په ګډه د كار روان ساتلو د عزم پخلې وكړو۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں