د انتها خوښۍ او ترهګرۍ لعنت خاتمه كښې ځوانان مهم كردار لري٬ رياست د ترهګرۍ او انتها خوښې لعنت د خاتمې لوظ كړې

image

پېنډۍ 06 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل چې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ لعنت خاتمه كښې ځوانان مهم كردار لري٬ رياست د ترهګرۍ او انتها خوښې لعنت د خاتمې لوظ كړې٬ نن د جنګ نوعيت او كردار بدل شوې٬ هائيبرډ وار كښې ځوانان اوس زمونږ د دښمنانو تر ټولو زيات هدف دي۔ سرلښكر دا خبره د ګل په ورځ په آئي اېس پي آر كښې انټرشپ ترسره كوٶنكو ځوانانو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د آئي اېس پي آر د ډائریکټورېټ دوره كړې چرته چې سرلښكر په آئي اېس پي آر كښې انټرشپ كوونكو ځوانانو سره معرفي كړې شو۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ په آئي اېس پي آر كښې انټرشپ ترسره كوٶنكو ځوانانو او انجونو ته مباركي وركولو ووئيل چې بشپړه باور دے چې د پاكستان ځوانان خپل صلاحيتونه محسوسوي٬ ځوانان به پاكستان امن او پرمختګ لپاره نوې دور پلو بوځي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں