د پي ټي آئي اقتدار د چېلنجونو نه ډك دے او اولس زمونږ څخه د روايتي طرز سياست او حكومت اميد نه لري۔ د پاكستان تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان پارلماني پارټۍ ته وېنا

image
APP52-06 ISLAMABAD: August 06 – Chairman Tehreek-e-Insaf addressing during PTI Parliamentary meeting after nominated as Prime Minister Candidate. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف پارلماني پارټۍ په مفقه توګه د ګوند چيئرمېن د عمران خان پارلماني لارښود نومولې چې له مخې به ئې عمران خان د وزيراعظم د چوكۍ كانديد وي۔ د ګل په ورځ د پارلماني پارټۍ وړومبۍ رسمي غونډه په ځائي هوټل كښې د عمران خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د ګرد هېواد څخه د پي ټي آئي نوي ټاكلي شوي د قامي اسمبلۍ غړي او ګوند د سېنېټ غړو هم ګډون وكړٶ۔ د پاکستان تحریك انصاف وائس چیئرمېن شاہ محمود قرېشي چیئرمین د پي ټي آئي د پارلماني لاښود نامزد كولو قرارداد وړاندې كړو كوم چې پارلماني پارټۍ په يوه خله منظور كړوی٬ ټول غړي خپلو چوكو څخه پاڅېدو سره د پي ټي آئي چيئرمېن پارلماني مشر په نومېدو مباركي وركړه او د دې نه پس به عمران خان د وزيراعظم د چوكۍ كانديد وي۔ د پارلماني پارټۍ غونده كښې د سياسي ګوندونو په څاص توګه د تحريك انصاف شهيدانو لپاره خاص دعا وكړې شوه ۔ په دې موقع سناتور فېصل جاوېد د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د دې نه پس پارلماني ګوند ته د پاكستان تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان تاريخي وېنا وكړه او وئې وئيل چې د1970 په لسيزه كښې اولس مستحكم سياسي اشرافيې ته ماتې وركړې او د دې نه پس (نن) اولس دوه ګونديز نظام ته ماتې وركړے دے٬ اولس بدلون لپاره راوتي دي ٬ او ھغوي خپله پرېكړه اورولې ده

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں