په قومي اسمبلۍ كښې پخواني اولس مشر٬ دوه پخوانو وزيراعظمانو٬ د سېنېټ پخواني چيئرمېن او څلور پخوانو اعلٰي وزيرانو هم سوګند پورته كړو

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) په قومي اسمبلۍ كښې پخواني اولس مشر٬ دوه پخوانو وزيراعظمانو٬ د سېنېټ پخواني چيئرمېن او څلور پخوانو اعلٰي وزيرانو هم سوګند پورته كړو۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې په سوګند پورته كوونكو كښې پخوانې وزيراعظم راجه پروېز اشرف٬ د سېنېټ پخوانې چيئرمېن او پخوانې نګران وزيراعظم محمد ميا سومرو٬ پخوانې اولس مشر آصف علي زرداري٬ پخوانې وزيراعلٰي ميا شهباز شريف٬ پخوانې وزيراعلٰي پروېز خټك٬ علي محمد مهر٬ آفتاب شعبان ميراني٬ د مخالفې ډلې پخواني مشر سيد خورشيد شاه٬ پخوانې سپيكره ډاكټر فهميده مرزا او اوسنې سپيكر سردار اياز صادق هم سوګند پورته كړو۔ په دې موقع درې پخوانو خارجه وزيرانو خواجه محمد آصف٬ شاه محمود قريشي او حنا رباني كهر هم سوګند واخستو۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں