وزيراعظم عمران خان ټولې كابينې لپاره رول ماډل دے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان ټولې كابينې لپاره رول ماډل دے٬ حكومت په يو څو ورځو كښې د خاص اقداماتو كولو سره د كروړونو روپو بچت كړے٬ حكومت د پي ټي وي د دوه نويو چېنلو پېل كولو پرېكړه كړې٬ پي ټي وي سپورټس او ماشومانو لپاره د پي ټي وي چېنل پېل كوو۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان چې كوم اقدامات كړي دي٬ مثال ئې نه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ټولې كابينې لپاره رول ماډل دے٬ مونږ ته د قومي خزانې حفاظت كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د اولس مشرې په ټاكنه كښې مونږ كومې ستونزې سره مخ نه يو۔ كومو ګوندونو چې وزيراعظم لپاره ووټ راكړے٬ د اولس مشرې په ټاكنه كښې هم د دوي ملاتړ لرو۔ ده ووئيل چې په حكومتي اشتهاراتو حكومتي اجاره داري ختموو او كمې به راوستلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كه مېټرك پاس اولس مشر كېدے شي نو د ګورنر په جوړېدو كښې كومه ستونزه ده۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو د وزارت لخوا به د جاري شويو اربونو اشتهاراتو او بهرتو په اړه تفصيلي بريفنګ اخلو۔ د پي ټي وي او رېډيو پاكستان څخه سنسر شپ ختم كړے شوے٬ بايد ټولې چېنلې حكومت سره لږې نه لړې 5 يا لس كروړه روپې جمع كړي٬ څوك چې تنخاګانې نه وركوي٬ د هغوي سېكورټي به ضبط كولې شي۔ پاكستان براډكاسټنګ اېسوسي اېشن سره په ګډه به پاليسي جوړو۔ وزيراعظم عمران خان په اشتهاراتو كښې د راتللو شوق نه لري۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں