د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي د اليكټورل كالج څخه په اكثريت رائے ترلاسه كولو سره اولس مشر وټاكلې شو

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف كانديد ډاکټر عارف الرحمن علوی د سینیټ ، قامي اسمبلی او صوبائی اسمبلو غړو پشمول د الیكټورل کالج څخه په اكثريت رائيو ترلاسه كولو سره راتلونكې اولس مشر ټاكلې شوې،د صدارتي ټاكنې لپاره چیف الیکشن کمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا خان ریټرننګ افسر او د اسلام آباد، لاهور ، کراچی، کوئټه او پېښور چیف جسټسز پریذائیډنګ افسرانو په حېث وظيفه ترسره كوله۔ د قامي اسمبلی په سركاري وېب پاڼه اېښودې شوي تفصيلاتو له مخې عارف علوي څخه وړاندې د هېواد اولس مشرانو په فهرست كښې وسیم سجاد او محمد میاں سومرو 2 ځله لنډ مهاله اولس مشران پاتې شوي۔د فهرست له مخې میجر جنرل سکندر مرزا 23 مارچ 1956ء نه 27 اکتوبر 1958ء، جنرل محمد ایوب خان 27 اکتوبر 1958ء نه 25 مارچ 1969ء، جنرل محمد یحییٰ خان 25 مارچ 1969ء نه 20 دسمبر 1971ء، ذوالفقار علی بھټو 20 دسمبر 1971ء نه 14 اګست 1973ء، فضل الهٰی چوهدری 14 اګست 1973ء نه 16 ستمبر 1978ء، جنرل محمد ضیاء الحق 16 ستمبر 1978ء نه 17 ا ګست 1988ء، غلام اسحاق خان 17 اګست 1988ء نه 8 جولائی 1993ء، وسیم سجاد (لنډ مهاله) 8 جولائی 1993ء نه 14 نومبر 1993ء، سردار فاروق احمد خان لغاری 14 نومبر 1993ء نه 2 دسمبر 1997ء، وسیم سجاد (لنډ مهاله) 2 دسمبر 1997ء نه یکم جنوری 1998ء، جسټس (ر) محمد رفیق تارړ یکم جنوری 1998ء نه 20 جون 2001ء، جنرل پرویز مشرف 20 جون 2001ء نه 15 اکتوبر 2007ء، جنرل (ر) پرویز مشرف 29 نومبر 2007ء نه 18 اګست 2008ء، محمد میاں سومرو (لنډ مهاله) 18 اګست 2008ء نه 9 ستمبر 2008ء اور آصف علی زرداری 9 ستمبر 2008ء نه 9تر ستمبر 2013ء اولس مشران پاتې شوي او اولس مشر ممنون حسین 9 ستمبر 2013ء نه 8 ستمبر 2018ء تر په دې چوكۍ پاتې شو۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں