د سي پېك ترمخه د چين او پاكستان په لوظ نامو عملدرآمد له لوظي يو

image
APP08-13 ISLAMABAD: September 13 - Federal Minister for Planning, Development and Reform Makhdoom Khusro Bakhtiar chairing a meeting on CPEC 56th Progress Review. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي د سي پېك ترمخه د چين او پاكستان په لوظ نامو عملدرآمد له لوظي يو٬د سي پیك ترمخه سماجي او اقتصادي پرمختګ له نوې وركنګ ډله جوړه كړې شوې٬د سي پېك د لارې د بهرنيو سرمايه كارو راغب كولو له دوه فوكل پرسن غوره كړی شوي٬د توان كومه هم نوې پروژه به په درآمدي ايندهن نه شي پېل كولې٬د توان پروژو لپاره به د هېواد سكرو٬پن برېښنا او شمسي توان پروژو ته پام لرنه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پېشرفت غونډې مشري كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔پھ غونډه كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د منصوبه بندۍ او اصلاحات وفاقي سېكتر ظفر حسن او د وزارت نور اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه عملدرآمد د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وزارت ذمه واري ده۔ده ووئيل د چين خارجه وزير د پاكستان اوسنۍ دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د سي پېك د كار دائرې ته پراختيا وركولو او په هغې كښې تندي راوستلو ته سلا راغلې۔د دورې په مهال د چين د اېن ډي آر سي دوهم چيئرمېن او د پلايو په كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه خبرې اترې شوي۔وفاقې وزير ووئيل د برتانيې په يوه ورځپاڼه كښې د خبر خپرېدو نه پس د پاكستان په مېډيا په بې بنسټه بيانيه بحث پیل شوې حهر څو چې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سي پېك ترمخه روانو پروژو په وخت بشپړولو له لوظي دے۔ده ووئيل د سي پېك سره معيشت مستحكم شوې٬دې سره به د ملازمتونو موقعې پېدا شي او صنعتي څانګې ته به وده ترلاسه شي۔ده ووئيل مونږ د سي پیك ترمخه د خاص اقتصادي زونز نه علاوه مستحكم او پراخا صنعتي مرستې د لارې ټول هېواد كښې د انډسټريلز زون جوړولو خوښي لرو۔ خسرو بختيار ووئيل حكومت د پیښور نه تر كراچۍ٬اېم اېل ون رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبې ته پام لرنه

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں