1 لك 33 زره 830 حاجيان هېواد ته راستانه شول٬د حج فلائيټ آپرېشن به تر 25 ستمبر دوام لري ۔د مذهبي چارو وزارت وياند

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د حج فريضه ادا كولو نه پس د سركاري او پرائيوېټ سكيمونو په مجموعي توګه 1 لك 33 زره 830 حاجيان هېواد ته راستانه شوي دي ٬د حج فلائيټ آپرېشن به تر 25 ستمبر دوام لري۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د حج نه پس فلائيت آپرېشن په ښه ډول روان دے۔د جدې او مدينې منورې څخه د بېلو پروازونو د لارې د سركاري او پرائيوېټ سكيمونو په مجموعي توګه 1 لك 33 زره 830 حاجيان هېواد ته راستانه شوي۔حج فلائيټ آپرېشن كښې قامي ايئر لائن پي آئي اے٬ايئر بلو او سعودي ايئر لائن برخه اخلي۔تر 25 ستمبر به ټول حاجيان هېواد ته راستانه شي۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں