سوريه ٬ د امريكائي اتحاد بريدونو كښې د داعش 35 جنګيالي ووژل شول

image

دمشق ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د سوريه په ختيزه سيمه كښې د امريكا په مشرۍ كښې د اتحاد لخوا شويو فضائي بريدونو كښې د داعش 35 غړي وژلې شوي دي۔ د العربيه ټي وي ترمخه برطانيه كښې د جوړې كړې شوې د بشري حقونو سوروي رصدګاه مشر رامي عبد الرحمن اطلاع وركړې ده چې د سوريه په ختيځ ښار حاجن او ددې په خواوشا سيمو كښې د جمعې او خالي منځومانۍ شپه او د ورځې په فضائي بريدونو كښې دداعش 28 جنګيالي وژلې شوي دي۔ ده زياته كړه چې هم دغه سيمه كښې دداعش 7 نور جنګيالي د سوريه جمهوري ځواكونو (اېس ډی اېف) سره په نښتو كښې وژلې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېس ډي اېف تېره مياشت په دې سيمه كښې د امريكائي اتحاد په مرسته دداعش جنګيالو په ضد كارروائي پېل كړې وه۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں