اولس مشر ډاكتر عارف علوي نن د تركيه به درې ورځنۍ دوره روانېږي

image

اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي نن د اتوار په ورځ د تركيه په درې ورځنۍ دوره روانېږي۔ اولس مشر به د تركيه اولس مشر رجب طيب اردګان په بلنه د استنبول نوي نړيوال هوائي مېدان پرانستې دستوره كښې ګډون او خطاب كوي۔ په دې دستوره كښې به د نورو هېوادونو اولس مشرانو او وزيراعظمان هم ګډون كوي۔ په دې مهال هيله ده چې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيه اولس مشر رجب طيب اردګان په شمول د نورو هېوادونو مشرتابه سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړي۔ د خالي په ورځ خپل پېغام كښې دې ووئيل په ټوله نړۍ كښې بايد په كشمير كښې په بې وزله اولس
د هندي ظلمونو نوټس واخستې شي چې ورسره په نړيوالو او په بشري حقونو د كار كوؤنكو ادارو دوه مخې پالېسي په ډاګه كېږي۔ دې ووئيل مونږ مقبوضه كشمير كښې د هندوستان د رياستي ترهګرۍ غندنه كوو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں