د آل پاكستان يوټېليټي سټور كارپورېشن د مركزي يونين چيئرمېن سيد عارف شاه اے پي پي سره خبرې

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د آل پاكستان يوټېليټي سټور كارپورېشن د مركزي يونين چيئرمېن سيد عارف شاه وئيلي دي چې حكومت د يوټيليټي سټور كارپورېشن د ملازمينو په تنخاګانو كښې د 18-2017م د اضافې او د اېم ډي په ځائ كولو پشمول زمونږ بنيادي غوښتنې پوره كړې دي او په نورو غوښتنو پرمختګ روان دے۔ د بقاياجاتو په مد كښې د 24 اربه روپو ترلاسه كېدو باور وركړے شوے۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې سيد عارف شاه ووئيل چې حكومت زمونږ غوښتنې پوره كولو لپاره كوټلي اقدامات كړي دي۔ د اېم ډي په ځائ كول او د ملازمينو په تنخاګانو كښې د 18-2017م اضافه زمونږ بنيادي غوښتنې وې كومې چې حكومت پوره كړې دي۔ ده ووئيل چې د صنعت او تجارت وزارت د كارپورېشن سپلائي بحال كولو منظوري وركړې۔ ده ووئيل چې اوسنې لنډ مهال اېم ډي واجد علي خان سواتې 31 كلنه تجربه لري او هغه به د ادارې بهترې لپاره موثر اقدامات وكړي۔

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں