زمونږ ورثه او تاريخ د زرګونو كالو د تهذيبي رواياتو امين دے

image
APP64-02 ISLAMABAD: April 02 - President Dr. Arif Alvi talking to a delegation of Archeological and Historical Association of Pakistan, who called on him. APP

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي زمونږ ورثه او تاريخ د زرګونو كالو د تهذيبي رواياتو امين دے٬ په دې لړ كښې حكومتي او كلتوري ادارو له په ګډه دا تهذهب په نړيواله كچه رامخې ته كول پكار دې۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د آرکیو لاجیکل اېنډ هسټوریکل اېسوسي اېشن آف پاکستان پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د انجمن چيئرمېن ډاكټر غضنفر مهدي كوله او په پلاوي كښې د پنجاب د منصوبه بندۍ سينئر وزير حسېن جهانیه ګردیزي او نوموړې مورخ پروفېسر ډاكتر ریاض احمد هم شامل ؤ ۔ اولس مشر د انجمن د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل دې انجمن يو شمېر نړيوال كنفرنستونه او كلتوري كارونه كړې دي۔ اولسمشر ووئيل د صوفي ازم ترويج لپاره د دې ادارې خدمات د ستائنې جوګه دي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل حكومت به په هر منزل د انجمن هر ډول ممكنه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں