پېښور 01 اګست(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره پاکستان كښې د جاپان سفير کينوري مټسوډا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په مرسته خبرې وشوې۔ د جاپان سفير خېبر پښتونخوا كښې د زراعت، سېلګرۍ او معدنياتو په څانګه كښې د مرستې او خوښۍ څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ګورنر شاه فرمان د جاپان سوداګرو ته د خېبر پښتونخوا د خاص اقتصادي زونز دورې كولو بلنه هم وركړه