صدر الهام عليوف سره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته په وده وركولو ګټورې خبرې اترې شوې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ټوېټ

image

باكو 15جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته په وده وركولو ګټورې خبرې اترې شوې او د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع٬سېلګرۍ او د اعلٰی تعليم په څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا راغلې۔د زيارت په ورځ په يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل صدر الهام عليوف سره ملاقات ګټور وو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه چارو په زړه پورې خبرې اترې شوې دي۔مونږ خپلې اړيكې لا قوي كولو ته سلا شوي يو۔زمونږ د شريك عزم له مخې تجارت٬سرمايه كارۍ او بېلو څانګو كښې مرسته به لا وده مومي۔وزيراعظم ووئيل د كشمير په معامله د پاكستان په پرله پسې حمايت د آذربائيجان صدر مننه كوو

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں