اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله داخله وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي چې د مېرمنو په ځان٬ مال او عزت د بريد كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي، د پېنډۍ پوليس په لږ وخت كښې ډاكوان نيول د ستائنې وړ دي، اوسنۍ كاميابي د اولس حفاظت د پوليس د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د ډاكوانو په نيولو د پېنډۍ پوليس اړوند چارواكو او اهلكارو ته د تعريفي سندونو وركولو په مهال كړې۔ ده ووئيل واردات او تشدد ډېر د افسوس وړ پېښه ده٬، د پېنډۍ پوليس په لږ وخت كښې ډاكوان نيول د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د دې څخه به دا پېغام لاړ شي چې رياست به مجرمانه رويې كله هم برداشت نه كړي٬ په پېنډۍ او اسلام آباد كښې امن په ځائ ساتلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتۍ۔