د ګرد هېواد پشمول اسلام آباد كښې د قائداعظم محمدعلي جناح د زوكړې ورځ په ملي جوش او جذبه ولمانځلې شوه

image

اسلام آباد/کراچۍ 25 دسمبر (اے پي پي) سوئيلي اسياء عظيم لارښود بابائے قام قائداعظم محمدعلي جناح زوكړې ورځ په ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شوې٬ د قائد اعظم محمد علي جناح 147مې زوكړې په موقع د اسلام آباد پشمول ګرد هېواد په صوبائي سرښارونو او لويو ښاريو كښې د ګل په ورځ بېلا بېلې دستورې شوې٬ په دې مناسبت سره صدرمملکت ډاکټرعارف علوي، ګورنر سندھ کامران خان ټېسوري، لنډمهاله وزيراعلي جسټس (ر) مقبول باقر، سره سره نورو مشرانو د قائد په مزار حاضري كړې۔ د دې نه علاوه د سهار پېل پايه تخت اسلام آباد كښې 21 او په صوبائي سرښارونو كښې هم 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره شوې٬ په دې موقع په كراچۍ كښې د قائد په مزار د ګارډ د تبديلۍ دستوره هم شوې۔ په دې موقع لوړ پورو د قائد په مزار د ګلونو څادرونه خپور كړي او د بابائے قام لوړو درجو لپاره فاتحه خواني شوې٬ ټول قام د بابائے قام د زېږون ورځ روايتي جوش و خروش سره لمانځلې او د دوي هلو ځلو٬ زيركتيا او قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې د كومو په نتيجه كښې د نيمې وچې مسلمانانو لپاره جلا جوړ شوې۔ د يوم قائد ورځ مناسبت سره د بېرغ هسك كولو دستورو سره سره د كېك پرې كولو دستورې هم شوې او شريك اتحاد او يوالي سره هېواد د بحرانونو نه خلاصولو لپاره د بابائے قام په تعليماتو او په زرين اقوالو رڼا اچولې شوې۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں