ټول كانديدان او سياسي ګوندونه دې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې خپل انتخابي كمپائن ختم كړي۔ د الېكشن كمېشن وياند

image

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) الېكشن كمېشن په ټولټاكنو كال 2024 كښې برخه اخستوونكو ټولو كانديدانو او سياسي ګوندونو ته وئيلي دي چې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې دولس بجو نه وړاندې خپل انتخابي كمپائن ختم كړي ٬ د دغې څخه وروستو به د هر ډول انتخابي كمپائن كوونكو په ضد قانوني كاروائي كولې شي۔ د الېكشن كمېشن وياند لخوا د جاري بيان له مخې د الېكشنز اېكټ 2017 سېكشن 182 له مخې د فرورۍ په شپږمه نيټه د شپې دولس بجو څخه وروستو به څوك هم سياسي جلسه٬ جلوس٬ كارنر ميټنګ يا د دې نوعيت سياسي هڅې نه كوي او نه به په دې كښې ګدون كوي او كه څوك د ذكر شوي قانون خلاف ورزي كوي نو په ضد به ئې قانوني كاروائي كېږي

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں