کوئټه 18 اکتوبر(اے پی پی) د ب??وچستان د كورنيو چارو وزیر میرسرفراز بګټی وئيلي دي چې د پولیس په ګاډي بريد كښې د پولیسو 5 اهلکارو پشمول 6 كسان شهيدان او 22 ژوبل شوي دي، پھ بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په كارروائيو كښې د هند استخباراتي څانګه’’را ‘‘ او این ډی اېس ككړ دي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د پولیسو په ګاډي د بريد نه پس د پېښې ځائ څارنې په مهال ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ میرسرفراز بګټی ووئيل په دې بريد كښې ترهه ګرو د پولیسو ګاډې په نښه كړې ؤ چې په نتي??ه كښې ئې د 5 پولیس اهلکارو پشمول 6 كسان شهيدان او 22 ژوبل شوي دي ٬ د?? ووئيل د ابتدائی پلټنو څخه داسې معلومېږي چې د پولیس په ګاډې شوې بريد ځانمرګې ؤ خو د تفصیلی راپور نه پس به حتمی خبره كولې شي۔د?? ووئ??ل بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په كارروائيو كښې د هند استخباراتي اداره’’را ‘‘ او این ډی اېس ككړ دي۔ د?? ووئيل حکومت او قانون نافذ کونكې ادارې د ترهه ګرۍ په ضد په فرنټ لائن جنګ كښې بوښت دي او تر آخری ترهه ګر به دا جنګ روان وي۔ د?? ووئ??ل بلوچستان د ترهه ګرو په ټارګيټ دے او ترهه ګر آسان هدف په نښه كوي۔ د?? ووئيل د پولیس اهلکارو په ګاډي بريد كښې ككړ كسان او سهولت كار به انصاف سره مخ كولې شي۔