اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي ??ي د ټېلي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ د لارې پاكستان كښې د صحت ٬ تعليم ٬ معيشت او كركيلې پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ غېر معمولي ??مل روان دې٬ چې په نتيجه كښې به ئې هېواد كښې لا پرمختګ وشي او معاشي استحكام به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د ټېلي نار ګروپ صدر او سي اي او سګوے برېكي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل پلاوي سره د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ پ?? دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان او نور اعلٰی چارواكي هم م??جو?? وو۔ اولس مشر ووئيل هېواد كښې د تهري او فور جي ټېكنالوجۍ معرفي كېدو نه پس د ټېلي كمېونيكېشن په څانګه كښې انقلابي بدلۍ رامخې ته كېږي۔ ټېلي نار د ټېلي كميونيكېشن په څانګه كښې د تحقيقي هلو ځلو ودې لپاره د پاكستان د ??وه??تونونو په مرسته تحقيقي مركزونه جوړولې شي ۔ اولس مشر ووئيل اوسني حكومت سرمايه كارو لپاره ګڼ شمېر مراعات معرفي كړې دي كومو څخه چې خارجي سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي۔