سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د جمعې په ورځ د كرغستان خپل همڅنګ سفرایزاکوف سره دوه اړخيزه مل??قا?? وكړو۔ وزیراعظم د كرغستان خپل همڅنګ ته د وزيراعظم په حېث د منصب په سنبالولو مباركي وركړه او د شنګھائي مرستې تنظيم غړي جوړېدو كښې ئې پ??كس??ان سره په مرسته كولو د كرغستان مننه وكړه۔ د كرغستان وزيراعظم شنګھائی تعاون تنظیم كښې د پ??كس??ان د شاملېدو هركلي كولو سره دا د تنظيم د قدر وړ اثاثه وګرځوله۔ د مل??قا?? په مهال دواړو وزيراعظمانو د شنګھائي تعاون تنظيم په فرېم ورك او په دوه اړخيزه بنيادونو مرستې ته د ودې وركولو په طريقو خبرې اترې وكړې۔ دواړو لارښودو د كاسا 1000 پراجېکټ په لړ كښې په لاس ليك شويو لوظنامو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ اوس دا منصوبه د عملدرآمد پړاؤ څخه تېرېږي۔ دواړه د تجارت او دفاع په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته هم سلا شول۔ دوئي د دواړو هېوادونو د ايوان هائے صنعت وتجارت ترمېنځه زياتې نه زياتې مرستې ته هم سلا شول۔ وزیراعظم ووئيل پ??كس??ان كښې د هائي وېز او موټروېز پرمختګ سره به د كرغزستان او سيمې نورو هېوادونو ته هم ګټه ورسي چې ورسره به ګوادر او د پ??كس??ان نورو بندر ځايونو سره رابطې جوړې شي۔ په دې لړ كښې ده د پ??كس??ان ، چین ، کرغزستان او قزاخستان ترمېنځه په ټرانزت لوظنامه كښې د 4 اړخيز ټرېفك په اهميت رڼا واچوله۔ وزیراعظم په اقتصادي تعاون تنظيم زور راوړو چې هغه د تنظيم په سيمه كښې رابطې زياتې كړي۔ پ??كس??ان دا مهال ددې تنظيم مشري كوي۔ دواړه د پ??كس??ان او كرغزستان ترمينځھ مضبوطې شريكوالۍ په ځائې كولو ته هم سلا شول۔ وزيراعظم حاقان عباسي خپل همڅنګ ته د پ??كس??ان دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه