اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي چې پاكستان د القدس شريف په اړه د امريكې د اوسني ګام سخت مخالفت كوي٬ دا پرېكړه ??ه يوازې د نړيوال قانون بلكې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد هم ده۔ ميا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه تهران كښې د اس??امي هېوادونو پارليماني يونين 13مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ملګرو ملتونو كښې د فلسطين په اړه د قرارداد ملاتړ كولو په سوب پھ پاكستان د امريكا فشار زيات شوې او اس??امي نړۍ له به د دې خبرې احساس كول وي۔ ده ووئيل چې په نړيواله منظرنامه په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال كښې د امريكې اسرائيل او هند يو بل سره يوځاې كېدل په نظر راځي او اس??امي نړۍ له به د دې مقابله كول وي۔ميا رضا رباني ووئي?? پاكستان مينځني ختيز كښې د امن عمل د منځه وړول?? ګام په سختۍ سره غندنه كوي۔دې ګام ??ه يوازې د قانون د سرلوړۍ او د نړيوالو رواياتو نفي كړی٬بلكې د سامراجي ذهنيت او غاصبانه سوچ نظريه(جس كي لا??هي اس كي بهينس)لا قوي كړې۔ ميا رضا رباني ووئيل چې د آسيا په اړه د امريكا دوه مخيزه معيار د ټولو په وړاندې دې چې ترمخه يې د غېر جمهوري چالونو د لارې جمهوري عمل د منځه وړولو او د حكومتونو ختمولو سازشونو ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل د امريكې د داسې ګامونو سره به په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ په ضد روانو هڅو ته زيان ورسي۔ ده ووئي?? پاكستان د فلسطين په مسئله د فلسطين د دريځ ملاتړ كوي او پاكستان د پارلماني قراردادونو د لارې ??ه يوازې د اسرائيلي بربريت غندنه كړې بلكې فلسطينيانو لپاره يې د بېل رياست د غوښتنې بشپړه ملاتړ هم كړې۔ ده ووئي?? پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي او د شدت خوښۍ په ضد به خپل موثره كردار ترسره كول روان ساتي۔ ميا رضا رباني ووئيل اس??ام د امن مينې او ورورولۍ درس وركوي او دا پېغام به عام كول وي۔ كنفرنس كښې ګډون كونكو د ميا رضا رباني د خطاب ستائنه وكړه او د ده ګډون يې ډېر مهم وګرځولو