اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر)ناصر جنجوعه وئيلي دي
سباؤن كښې افغانستان منځني آسيائي هېوادونو ته ماتې وركولو له كارېدې شي۔ د دغې شريك چېلنج او خطر مخنيوي له به ټولو هېوادونو له يو موټې كېدل وي۔ پاکستان د منځني آسيائي رياستونو لپاره مهمه تجارتي راهدا??ي جوړېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د انسټی ټیوټ آف ګلوبل اېنډ سټرېټجک سډیز ترسېوري لاندې سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او منځنۍ آسيا رياستونو مذهبي ٬ كلتوري او تاريخ اقدار مشترك دي او پاکستان د منځنۍ آسيا رياستونو لپاره يوه مهمه تجارتي راهدا??ي جوړېدې شي۔ ده ووئيل پاكستنان منځنۍ آسيا سره خپلې اړيكې لا پراخه كول غواړي۔ ده ووئيل د دوو طاقتورو حريفانو روسيه او چين په دې منطقه ك??ې خوښي مخ په زياتېدو ده كومه چې دې منطقې لپاره يو لوئې چېلنج دے۔ ناصر جنجوعه اندېښنه څرګنده ك??ه چې سباؤن كښې افغانستان منځني آسيائي هېوادونو ته ماتې وركولو له كارېدې شي۔ ددې شريك چېلنج او خطر مخنيوي له به ټولو هېوادونو له يو موټې كېدل وي۔ ناصر جنجوعه د منطقې ټولو هېوادونو ته بلنه وركړه چې راځۍ په ګډه د افغانستان او افغان اولس مصيبتونه ختمولو له كار وكړو۔ ده ووئيل پاكستان د منځنۍ آسيا رياستونو او نړۍ ته د رابطې تر ټول لوئې پل وركوي۔ ده ووئيل د پاكستان او منځنو آسيائي رياستونو ترمينځه اړيكې د مستقل منېجمنټ برخه ده