اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سناتور سليم اېچ مانډوي والا وئيلي دي چې اوبه د بلوچستان تر ټولو لويه او تباه كوونكې ستونزه ده٬ په بلوچستان كښې د اوبو كمې پوره كولو لپاره د چين مرسته د خوشحالې وړ او د بلوچستان اولس لپاره د كوم نعمت نه كمه نه ده۔ ده دا خب??ې د چين سفير ياؤ جنګ سره په پارلمان كښې د ملاقات په مهال وكړې۔ ده د چين سفير خبر كړو ??ې په بلوچستان كښې په زمكه كښې د لاندې اوبو كچه تر ډېر خطرناك حد ټيټه شوې او په داسې حال كښې كه چين په بلوچستان كښې پلانټ ولګوي نو دا به د صوبې اولس لپاره ډېر ګټور وي۔ د چين سفير ووئيل چې هغه به په دې لړ كښې نه يوازې اعلٰي چارواكو سره خبره وكړي بلكې راتلون??ې اونې به د كوئټه دوره هم وكړي۔ په ملاقات كښې د شريكې خو??ې په نورو چارو هم خبرې وشوې