اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) پخواني اولس مشر او د پاكستان پيپلز ګوند صدر آصف علي زرداري په سياسي كاركنانو د ترهګرې اېكټ له مخې د مقدمو داخل كولو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي ??ې د هېواد آئين د جهموري آزادې ضمانت وركوي٬ د رائې د اظهار په آزادې قدغن د قبلولو وړ نه دے۔ د پيپلز ګوند د مېډيا سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې آصف علي زرداري ووئيل چې سياسي كاركنان د جهموريت ??اقت وي۔ ده ووئيل ??ې د پاكستان پيپلز ګوند په دور كښې كوم سياسي قېدي نه و۔ ده ووئيل ??ې د كنځلو سياست د جمهوريت ??ښمن دے د چا په خوله چې كنځلې وي٬ هغه ب?? اولس ته څه وركړي۔ آصف علي زرداري په دادو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په لاريون د ډزو غندنه وكړ?? او د سندھ حكومت ته ئې وئيل چې تورن ګر??تار كړي۔ ده د ګوند كاركنانو ته ووئيل ??ې د زغم نه كار واخلي او په سوله ايز ډول دې انتخابي كمپائن ته دوام وركړي۔