اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئېلي دي چېد تودوخې د درجې مسئله حل كولو لپا??ه به په ځنګلاتو كښې اضافه كولې شي٬د موسمياتي بدلون له امله د تودوخې درجه تر دوه ډګرۍ د اضافې له امله مونږ پريكړه كړې چې د دې سختې مسئلې حل لپاره يوه جامع حكمت عملي تياره كړو۔ده دا خبرې د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د وزارت وفاقي سېكتر خضر حيات خان٬د ځنګل او ماحولياتو ادارو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د وزيراعظم صلاحكار ووئيل چې د ماحوليا??ي مطالعې له مخې د ښارونو او عمودي ځنګلات د تودوخې په درجه كښې د 6 نه تر 9 ډګرۍ كم?? كولې شي ځكه مونږ پريكړه كړې چې د تودوخې درجې مسئلې د حل لپاره په ښارونو كښې ځنګلات زيات كړی شي۔ده ووئيل چې دې لپا??ه به جامع حكمت عملي تيارولې شي۔دې س??ه به نه يوازې ګرمي كمه شي بلكې وګړي به هم محفوظ شي۔ده د وزارت اړوند څان??ې ته په دې موضوع د يوې مقالې تيارولو ووئيل په كومه به چې صوبو سره نوره مشوره كولې شي