اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حكومت د پاكستان سټيل ملز٬ پي آئي اے او ?? پاكستان رېلوے پشان د ستراتيژيكي اهميت لرونكو سركاري ادارو د نجكارې كوم پلان نه لري خو د غېر ستراتيژيكي اهميت ادارو نجكاري به كولې شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان سټېل ملز په هغو پر??ژو كښې شامل دي كوم چې په هېواد كښې د خام اوسپنې او كوئلې په پراخا موجودګې كښې ډېر ستراتېژيكي اهميت ل??ي۔ ده ووئيل چې حكومت د پاكستان سټېل ملز انتظاميې ته ملز پوره صلاحيت سره د چلولو په غرض جامع پلان وړاندې ??ولو لپاره د 45 ورځو وخت وركړے۔ د تېر وخت دوه حكومتونو د پر??ژې فزېبلټي سټډي كړې وه٬ يوه سټډي د روسيې او ??له د چين څخه شوې او ??واړو پر??ژه د عمل وړ او ګټوره ګرځولې وه۔ د پي آئي اے په اړه د يوې پوښتنې په ځ??اب كښې اسد عمر ووئيل چې په دې ??روستيو كښې حكومت د ائرلائن بزنس چلولو لپاره د 23 اربه روپو بېل آؤټ پېكج منظوري وركړې وه خو دا مستقل حل نه دے۔