اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاح??تو او شماري??تو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې د پوليو مكمل خاتمې او فالو اپ لپاره نور دوه كاله پكار دي٬ د دې رنځورې خاتمه په قومي ترجيح??تو كښې شامله ده او په دې مكمل قابو موندلو لپاره د جامع منصوبه بندې ضرورت دے۔ ده دا خبرې تېره ورځ د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې وكړې۔ په غونډه كښې د نېشنل هېلتھـ سروسز وزارت لخوا د پوليو خاتمې په اړه د 986 مليونه ډالرو د لګښت نظرثاني شده منصوبه وړ??ندې كړې شوه د كومې مقصد چې په هېواد كښې د پوليو خاتمه باوري ??ول دي۔ د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاح??تو او شماري??تو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په دې پروژه خبرې كولو سره ووئيل چې د پوليو خاتمه د حكومت ??ه ترجيح??تو كښې شامله ده۔ ده ووئيل چې د دې رنځورې خاتمې لپاره دې هر ډول ممكنه اقدامات وكړے شي۔ دا منصوبه حتمي منظورې لپاره اېكنك ته ولېږ?? شوه۔ تېره اونې د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې د دې منصوبې عبوري ??نظورې وركړې شوې وه۔