پېښور ۔20 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان مسيحي ورورولۍ ته ددوئي مذهبي اختر ايسټر په موقع د زړه د كومي نه مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې اعلی وزير ووئيل مونږ د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې يو ډول شريك يؤ۔ ده ووئيل اقليتونو ??ه پاكستان كښې د وګړو په حېث يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ زمونږ مذهب اسلام هم اقليتونو ته د يو ډول حقو??و وركولو ٬ د دوئي د ساتنې او دوئي د خ??لو عباداتو او رسمو??و آزاد ۍ سره لمانځلو ته د پرېښودلو حكم وركوي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې له كوټلي ګامونه پورته كړي دي د كومو مېوې چې رامخې ته كېږي۔ ده په اقليتونو زور راوړو چې دوئي دې د پاكستان تعمير او پرمختګ لپاره بشپړه كردار ترسره كړي۔