د ډېر انتظار نه پس افغانستان كښې د امن عمل څخه منطقه كښې امن لپاره تاريخي موقع ترلاسه شوې

image

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ډېر اوږد انتظار نه پس افغانستان كښې د امن عمل څخه په منطقه كښې د امن لپاره تاريخي موقع ترلاسه شوې د كومې چې پاكستان بشپړه ملاتړ كوي٬ د هر ډول تشدد په ضد يو٬ د افغانستان په كورنۍ شخړه كښې به پاكستان فريق كېږي نه ۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم خپل يو بيان كښې وئيلي دي د تېرو 40 كالو شخړې څخه پاكستان او افغانستان دواړه ځپلې شوې او اوس د ډېر انتظار نه پس افغانستان كښې د امن عمل منطقه كښې امن لپاره يوه تاريخي موقع ده د كومې چې پاكستان بشپړ ملاتړ كوي چې پكښې د بېن الافغان خبرو اتر آئنده منطقي مرحلې شاملې دي چې پكښې به افغانان پخپله د خپل هېواد د سباٶن پرېكړه كوي۔ وزیراعظم ووئيل په دې تناظر كښې پاكستان د هر ډول تشدد په ضد ولاړ دے او پړې ډېر غمژن دے۔ عمران خان ووئيل د تشدد كاروائۍ د غندنې وړ دي او دې څخه به د امن عمل ته زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل د فشار د لارې خبرو اترو كښې خپل مقصد پلو راغب كول سم نه دي٬ پاکستان په ټولو ډلو زور رواړي چې ھغوي د دې موقع په اهميت ځان پوهه كړي او د دې نه استفاده وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د امن عمل كاميابۍ لپاره د سفارتي او امنيتي مرستې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د افغانستان كورنۍ شخړه كښې به پاكستان فريق نه جوړېږي۔

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں